د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تاییدکړې چې د قطر پر العدید اډې د ایران په برید کې یو توغندی د امریکا پر پوځي اډه لګېدلی او څه ناڅه زیان یې اړولی دی.
د پنټاګون ویاند شان پانل پرون (د چنګاښ ۲۰مه) رسنیو ته په لیکلي پیغام کې وویل چې د چنګاښ د دوهمې نېټې په حمله کې د ایران ډېری توغندي د امریکا او قطر د هوايي مدافعې سیسټمونو شنډ کړل او څوک زیانمن نه شول.
دا لومړی ځل دی چې پنټاګون پر دې اډې د توغندیو لګېدل تاییدوي.
ایران د چنګاښ په دوهمه نېټه پر خپلو دریو اټومي تاسیساتو د متحدوایالتونو د برید په غبرګون کې د قطر پلازمېنې دوحې ته نژدې د العدید پر هوايي اډې څو توغندي وویشتل.
همدا حمله د ولسمشر ډونالډټرمپ په منځګړتوب د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند سبب شوه او د ایران او اسراییلو ۱۲ ورځنۍ جګړه یې پای ته ورسوله.