پاکستان یوځل بیا ادعا کړې چې د دې هېواد مخالف وسله وال په افغانستان کې دي او دا یې لویه ننګونه بللې ده.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون په اسلام آباد کې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، که څه هم د افغانستان او پاکستان په وروستیو څو میاشتو کې د ډیپلوماتیکو تماسونو له لارې د اړیکو د ښه کېدو په هدف خبرې پیل کړي خو دی زیاتوي چې بیا هم په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو فعالیت د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سیمه ایزې همکارۍ د پرمختګ پر وړاندې مهم خنډ دی.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د تروریستانو د ځالو د شتون له کبله خپله اندېښنه واکمنو طالبانو ته څرګنده کړې او هغوی یې هڅولي دي چې د دې ډلو پرضد مشخص اقدامات وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په اوومه نېټه د طالبانو د حکومت او پاکستان استازو په اسلام آباد کې سره وکتل. ښاغلي شفقت وویل چې د دې خبرو په اجنډا کې سوداګري، د کډوالو ستنېدل، سیمه ایز تماسونه او امنیتي همکاري شامله وه.