د افغانستان لپاره د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ مشر وايي چې سږکال ښايي شاوخوا درې میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
عرفات جمال پرون (د چنګاښ ۲۰مه) له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه څه چې موږ وینو له دواړو هېوادونو یعنې ایران او پاکستانه په بې عزته، بې نظمه او پراخ ډول د افغان کډوالو ایستل دي.
ښاغلي عرفات زیاته کړه چې د کډوالو دا ډله ایز ستنېدل پر افغانستان چې له پخوا څخه هم له بشري بحران سره مخامخ دی، لوی فشار راولي.
ښاغلي عرفات یادونه وکړه چې تردې دمه ۱،۶ میلیون افغانان له پاکستانه او په ډېر شمېر نور له ایرانه خپل هېواد ته لېږل شوي دي. د نوموړي د اټکل له مخې د کال تر پایه ښايي دا شمېر درې میلیونو ته ورسېږي.
ملګروملتونو له دې مخکې هم ویلي و، چې ډېری افغان کډوال په جبري ډول له ایرانه ایستل کېږي.