په بلوچستان کې د نهو یرغمل شویو پنجابي مسافرو مړي موندل شوي دي

پاکستاني پولیس له یوې چاودنې وروسته د پېښې په سیمه کې (آرشیف)

پاکستاني چارواکي وايي د هغو نهو مسافرو جسدونه یې ترلاسه کړي چې وسله والو په بلوچستان ایالت کې له یوه بس څخه یرغمل کړي وو.

یوه حکومتي چارواکي نوید علم وویل چې د دې کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي تېره شپه په څېرمه غرونو کې وموندل شول او یوه ایالتي ویاند شاهد رِند وویل چې دا مسافر پرون له یوه بس څخه یرغمل شول. ښاغلي رند زیاته کړه چې د پېښې قربانیانو په ناامنه بلوچستان کې د کارګرانو په توګه کار کاوه او په پنجاب کې خپلو کورونو ته روان وو.

د دې وژنې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو بلوڅ بېلتونپالو له دې مخکې په ورته پېښو کې د پنجاب ایالت د اوسېدونکو د وژنو مسوولیت منلی دی.