وسله والو باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال مولانا خانزیب وژلی دی

پاکستاني پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ سیاستوال او ولسي مشر مولانا خانزېب او د هغه یو ملګری وژلی او درې تنه یې ژوبل کړي دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل، نوموړی د باجوړ په مرکز خار کې په موټر کې روان وو چې په شنډي موړ کې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

دی زیاتوي، مولانا خانزېب ځای پر ځای وژل شوي خو په موټر کې ورسره سپاره درې کسان ژوبل شول.

اخوا د باجوړ د مرکزي روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې له خانزېب سره په موټر کې ناست یو بل کس هم وژل شوی او درې تنه ژوبل دي چې درملنه یې روانه ده.

په پاکستان او افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ څارونکې ناحکومتي ادارې خراسان ډایري پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې مولانا خانزېب په سیمه کې د راتلونکي "سولې مارچ یا لاریون" لپاره په کیمپېن بوخت وو.

پر نوموړي د برید مسولیت لا چا نه دی منلی.

مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.

هغه په ناوګۍ تحصیل کې زېږېدلی وو او د عوامي نیشنل ګوند د پخواني ضلعي مشر شیخ جانزاده کشر ورور وو.

مولانا خانزېب د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې له خپلې ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته د عوامي نیشنل ګوند نوماند وو.

عوامي نیشنل ګوند پر نوموړي د برید "سخته غندنه" کړې او د هغه پر وژنه یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

ګوند پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه د صوبايي مشر میا افتخار حسین له خولې لیکلي دي چې په راتلونکو درې ورځو کې د ګوند ټولې چارې ځنډوي.