ټرمپ: ایران غواړي خبرې وکړي؛ که اړتیا شوه زه یې استازو سره ګورم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او که اړتیا وي، دی چمتو دی د دغه هېواد له استازو سره وویني.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جولای ۳مه) ایووا ایالت ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: «ایران غواړي خبرې وکړي، زما په اند هغوی لیوال دي له ما سره خبرې وکړي او اوس د دې وخت راغلی چې دا کار وشي.» هغه زیاته کړه: «موږ نه غواړو هغوی ته زیان ورسوو.»

ولسمشر ټرمپ همدا راز تایید کړه چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازی سټیو وېټکاف همدا اوس له ایران سره په خبرو بوخت دی.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي ان‌بي‌سي نیوز ته ویلي چې د اسرائیلو او امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو سره سره به ایران د یورانیمو غني‌کول روان ساتي. هغه ویلي چې یوازې هدف یې د اټومي وسلو تولید نه دی او ایران تیار دی چې د غني‌کولو پر کچې او ظرفیتونو خبرې وکړي.

خو ټرمپ او د امریکا نورو چارواکو څو ځل ویلي چې ایران باید خپل ۶۰ سلنه یورانیمو غني‌کول ودروي، ځکه دا د دوی لپاره «سره کرښه» ده.