د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینت، ویلي چې غواړي له طالبانو سره یوه داسې مستقیمه موافقه وکړي چې پر بنسټ یې افغان کډوال له جرمني افغانستان ته بېرته واستول شي.
ډوبرینت د «فوکس» مجلې سره مرکه کې ویلي: «زما نظر دا دی چې موږ له افغانستان سره مستقیمې هوکړې وکړو څو د افغانانو د بېرته لېږلو زمینه برابره شي.»
هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې د درېیمو هېوادونو له لارې له طالبانو سره خبرې کولې، خو وایي: «دا دایمي حل نهشي پاتې کېدای.»
جرمني تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو په وروستیو کې یې یو شمېر هغه افغانان چې په جرمني کې یې جرمونه کړي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استولي دي.
افغانان د سوریانو وروسته په جرمني کې د پناه غوښتونکو دویمه ستره ډله ده، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې شمېر تر ۳۴ زره زیات و.