له ۱۳۰۰ زیاتو خبریالانو، سینمايي فعالانو او د افغانستان او ایران عامو وګړو په یوه لیک کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو غوښتي چې په دې هېواد کې له افغانانو سره "غیر انساني چلند" ژر تر ژره ودروي.
دغه فعالانو همدا راز له ایراني وګړو غوښتنه کړې چې د افغانانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، څو د دوی چوپتیا له زورزیاتي سره د عامې همغږۍ په توګه تعبیر نه شي.
دوی په لیک کې له افغان کډوالو سره، چې قانوني یا غیرقانوني اسناد لري، روان چلند غندلی او د نیولو، انتقال، کمپونو کې ساتلو او بیا ایستلو دا ډول تګلاره یې «وحشیانه او شرموونکې» بللې ده. دې فعالانو زیاته کړې، چې یو شمېر افغانان ان له قانوني اسنادو سره هم جبري ایستل کېږي.
په وروستیو ورځو کې ګڼې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي چې له ایرانه د اسلام کلا له لارې د افغان کډوالو ډله ایز ایستل ښيي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په وروستیو کې له ایرانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو کچه بېسارې ده، چې یوازې د جون میاشتې (غبرګولي-چنګاښ) په اوږدو کې له ۲۵۶ زرو زیات افغانان له ایرانه وتلو ته اړ شوي دي.