د ترکیې واکمن ګوند وايي، د پي کې کې وسله وال به په راتلونکو څو ورځو کې خپلې وسلې وسپاري

د ترکیې په جنوب ختیځ د پي کې کې د بندیوان مشر عبدالله اوجالان پلویان

د ترکیې د واکمن ګوند یو ویاند وايي چې د کردستان د کارګرانو ګوند PKK به په راتلونکو څو ورځو کې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري.

د AK ګوند ویاند عمر چیلیک پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال دې پوښتنې ته چې آیا د PKK د وسلو د سپارلو لپاره وخت ټاکل شوی که نه، په ځواب کې وویل چې دی نه غواړي دقیق وخت وښيي خو دوی اوس هغه پړاو ته رسېدلي دي چې یاد ګوند ښايي په څو ورځو کې خپلې وسلې وسپاري.

ویاند زیاته کړه چې راتلونکې څو ورځې به له تروریزم څخه د ترکیې د خلاصولو لپاره خورا مهمې ورځې وي.

د عراق په شمال کې د پي کې کې دوو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته تایید کړې ده چې تمه ده په راروانو ورځو کې د دې ګوند د وسله والو یوه کوچنۍ ډله د عراق په کرد مېشت ښار سلیمانیه کې خپلې وسلې وسپاري او د دې کار لپاره په سلیمانیه کې تیاري هم نیول شوې ده.

د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکیې له حکومت سره له څه باندې څلورو لسیزو جګړو وروسته په تېره مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له وسله والې مبارزې لاس واخلي او خپل تشکیلات منحل کړي.