د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له ایرانه په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی.
دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې تېرې څو ورځې د ورځې لسګونه زره افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي.
د بیان په اساس د جون په شپږویشتمه په یوه ورځ ۳۶۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته استول شوي.
په افغانستان کې د یو ان اچ سي ار مشر عرفات جمال چې د دغو کډوالو د لیدلو لپاره د افغانستان او ایران پولې ته تللی وو ویلي: دا افغان کډوال په ډېرو بدو شرایطو کې خپل وطن ته ستنیږي او په تېره ښځې چې له کار او تعلیمه محرومې دي تر ډېرې اندېښمنې دي.
ایران د اسراییلو تر بریدونو وروسته د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د یو ان اچ سي ار په خبره په تېرو دریو میاشتو یعنې له مارچ راهیسې لږ تر لږه ۶۴۰ زره افغانان له ایران ایستل شوي.