د امریکا د استازو جرګې له طالبانو سره د مالي مرستو د بندیدو لایحه تصویب کړه.
د کانګرس غړي ټم برچېټ د دې لایحې د تصویب وړاندیز د ۲۰۲۴کال په جنورۍ میاشت کې کړی وو.
هغه پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، دا لایحه "نور د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د "ترهګرو"لپاره نشته"، تر نامه لاندې تصویب شوه.
د برچېټ په ټکو، " امریکا تراوسه له کابل سره تر ۵میلیاردو ډالرو زیاته نقدي مرسته کړې او دا د بهرنیو چارو وزارت مسولیت دی چې ډاډ ترلاسه کړې چې مرسته شوي پیسې د طالبانو سرپرست حکومت ته نه ځي".
که چیرته دا لایحه د امریکا سنا هم تایید کړي، له هغې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د تایید لپاره ورځي.
د برچېټ دا لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي څو طالبانو سره د هر ډول مالي مرستو لپاره یوه پالیسي رامنځته کړي.
له وړاندې په ځلونو امریکايي چارواکو د طالبانو لاس ته د امریکا د بشري مرستو د رسیدو په اړه انديښنه څرګنده کړې وه.
خو طالبانو په ځلونو ویلي، افغانستان سره بشري مرستې یوازې مستحقو کسانو ته رسیږي.