د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوریې او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیده کاته په ستانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې غونډې څنډه کې شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې متقي له خپل سوریایي سیال اسد حسن شیبانی سره د تاریخي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
متقي له ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره پر اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړي دي.
د سیمې او ګاونډ هېوادونه طالبانو سره تعامل لري، خو تراوسه یې د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.