بلاروس ۱۴ زندانیان ازاد کړي، د ازادۍ راډیو پخوانی خبریال هم په کې دی

د ازادۍ راډیو مشر سټیفن کاپوس او د بلاروسۍ څانګې پخوانی خبریال. بل انځور کې خوشی شوی سیاستوال او د هغه میرمن

بلاروس د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د پخواني خبریال ایهار کراني په ګډون ۱۴ زندانیان ازاد کړي دي.

د ازادۍ راډیو د بلاروسي څانګې دغه پخوانی خبریال ۲۰۲۳ کال کې نیول شوی و چې لامل یې سیاسي انګیزه بلل شوې ده.

د زندانیانو د خوشې کېدو دغه معامله د لتوانیا د حکومت په همکارۍ ترسره شوې ده.

د ازادۍ راډیو مشر سټیفن کاپوس د کراني د خوشې کيدو هرکلی کړی او دې چاره کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې.

کاپوس د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، د لیتوانیا له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه هم د زنداني خبریالانو د ملاتړ په پار مننه کړې ده.

یو بل را خوشې شوی زنداني د بلاروس د سیاسی مخالفینو یو نوماند سیارهي تیخانوفسکي دی.

تیخانوفسکي ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د بلاروس د واکمن په وړاندې ټاکنیزه مبارزه وکړي.

په بلاروس کې هغه مهال ګڼ شمېر کسان ونیول شول چې ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د دغه هېواد د ځواکمن الکساندر لوکاشینکا د بریا په ضد اعتراضونه وشول.