پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي

د کییف یوه ورانه شوې څنډه

د اوکرایین پلازمینه کییف او نور ښارونه بېګا د روسيې تر پراخو توغندويي او ډرون بریدونو لاندې راغلل.

د راپورونو له مخې دا بریدونه چې تر نن سهاره روان وو لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

دا پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یوه خونړۍ حمله بلل کېږي.

ګڼې هستوګنې ودانۍ په بیګانیو بریدونو کې ورانې شوي. چارواکي اندېښمن دي چې ښايي د مرګژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ویلي روسیې تېره شپه په ۹ ساعته بریدونو کې پر اوکرایین لږ تر لږه ۴۴۰ ډرون او ۳۲ توغنديز بریدونه کړي.