امریکا کې د اعتراضونو دوام، مظاهره چیان د ډیموکراسۍ او کډوالو په ملاتړ شعارونه ورکوي

لاس انجلس کې ملي ګارډ د مظاهرو د کنټرول لپاره ګمارل شوی، ارشیف

د امریکا په ګڼ شمېر ښارونو کې پرون شنبه هم مظاهرې روانې وې.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا مظاهره چیانو د استبداد ضد او د ډیموکراسۍ او کډوالو د حقونو په ملاتړ شعارونه ورکول.

امریکایي چارواکو له مظاهره چیانو څخه د ارامۍ غوښتنه کړې او ویلې يې دي چې تاوتریخوالی هیڅ د زغملو نه دی.

په لاس انجلس کې چې د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ دغه اعتراضونه وپارېدل، د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخ او ډب شوی او پولیسو له اوښکې بهونکي ګاز او نورو وسایلو څخه استفاده کړې.

دغه مظاهرې وروسته تر هغه وپارېدې چې د ګمرک او کډوالۍ پولیسو د لاس انجلس په لاتین میشته سیمه کې پر کډوالو چاپې ووهلې.

چارواکي وایي، د چاپو هدف یې د غیر قانوني کډوالو نیول او د هغوی اخراجول دي.