د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له چین سره یوې هوکړې ته رسیدلی چې له مخې به يې له دې هېواده مقناطیسونه او نایابه معدني مواد امریکا ته واردوي.
د ټرمپ په تکو، په دې هوکړې سره به پر چنیايي توکو تعرفه ۵۵ سلنې ته لوړه شي.
له دې وړاندې امریکا پر چینايي توکو ۳۳سلنه تعرفه لګولې وه.
د فرانس پریس په خبره، چین بیا پر امریکايي توکو لس سلنه تعرفه وضعه کړي ده.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ به د دې هوکړې په بدل کې په امریکايي پوهنتونو او کالجونو کې چینایي زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
امریکايي او چینايي مذاکره کوونکو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړه خواوې د وروستیو اختلافاتو د حل په موخه چې په کې تعرفې، د چین پر نایابو معدني موادو واک او له امریکا څخه چین ته د پرمختللې ټکنالوژۍ پر صادراتو محدودیتونه شامل دي، پر یوه موقتي چوکاټ سلا شوي دي.
د دې هوکړه اعلان د دوه ورځینو مذاکراتو له پای وروسته پرون په لندن کې وشو.
د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپلې امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره اونۍ مخکې ټیلفوني خبرې کړې وې چې په کې دواړو خواوو په لندن کې پر مذاکراتو توافق کړی و.