د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.
دغې شورا د وزیرانو له ۱۶۴مه ناستې وروسته چې په کویت کې جوړه شوې وه، په یو بیان کې له طالبانو غوښتي چې افغانو ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړي.
نژدې څلور کاله کیږي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو راګرځولي دي.
د خلیج هېوادونو په بیان کې د اقلیتونو د حقونو پر ملاتړ هم تاکید شوی دی.
د خلیج فارس هېوادونو له هغې ډلې عربي متحده امارات، بحرین، قطر، عربستان سعودي، عمان او کویت وړمه ورځ ناسته درلوده چې د بحث اجندا يې په سیمه کې امنیتي او بشردوستانه مسایل وو.
د دې هېوادونو په ګډ بیان کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.