طالبانو غزه کې وضیعت "نسل‌وژنه" بللې او له نړیوالو یې د ناورین د پای ته رسیدو لپاره اقدامات غوښتي

د طالبانو د حکومت ریس الوزار ملا محمد حسن اخوند

افغانستان کې د طالبانو حکومت  د اسراییلو له خوا پر غزه د بریدونو دوام «نسل‌وژنه او ستر بشري جنایت» بللي دي.

په هغه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د ریس الوزا ملا محمد حسن اخند له خوا خپره شوې په غزه کې د اسرایلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د ولسي وګړو مرګژوبله غندل شوې او په کې د بشري مرستو د لارو د تړل کیدو او د ټپیانو او وژل شویو کسان په انتقال د خنډونو یادونه شوې او زیاتوي چې دغلته "هره ورځ خطرناکې او غیرمتوازنه وسلې کارول کېږي."

طالبانو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د غزې بشري ناورین د پای ته رسیدلو لپاره «مثبت او عاجل اقدامات» وکړي.

اعلامیه پر داسې مهال خپرېږي چې پر غزه د اسراییلو بریدونو دوام او دغلته د رامنځ ته شویو بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو بنسټونو هم اندیښنې ښودلې دي.

اسرایل پر غزه دا بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه وروسته له هغه پیل کړل چې حماس پر اسراییل یو ناڅاپي برید وکړ، چې د اسرایل د چارواکو په وینا په ترڅ کې یې شاوخوا ۱٬۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د غزې چارواکي وایي، له هماغې نېټې تر دې دمه پر غزه د اسرایلو په بریدو کې تر ۵۴ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییل وایي، تر هغه به جګړه ونه دروي څو چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې او حماس بې وسلې نه شي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.