د سوریې حکومت د امریکا د یوې برخې بندیزونو د لیرې کېدو او په دې هېواد کې د پانګونو د جواز د صادرېدو هرکلی کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت پرون د یوه جواز په صادرولو سره اعلان وکړ چې د احمدالشرع په مشرۍ د سوریې له موقت حکومت، مرکزي بانک، هوايي شرکت، دولتي شرکتونو او نورو مهمو بنسټونو سره مالي مبادلات جواز لري.
د سوریې د بهرنیوچارو وزارت نن (د غبرګولي ۳مه) په یو بیان کې دا اقدام د دې هېواد د بشري او اقتصادي ستونزو د کمولو په برخه کې مثبت ګام وباله.
د امریکا حکومت اعلان کړی چې دا اقدام یې له څو کاله کورنۍ جګړې وروسته د سوریې د بیارغونې له بهیر سره د مرستې په هدف کړی دی. سپینې ماڼۍ په عین حال کې له دمشق څخه غوښتي دي چې له سوریې څخه د بهرنیو جنګیالیو د ایستلو په ګډون یولړ مشخص اقدامات وکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هم د شپږو میاشتو په مخه پر سوریې د بندیزونو معافیت اعلان کړ. د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو وايي، دا معافیت به سوریې ته د بریښنا، انرژۍ او نورو خدماتو د برابرولو فرصت په لاس ورکړي.
امریکا له ۲۰۱۱ کال راهیسې پر بشاراسد او د هغه پر نژدې خپلوانو بندیزونه لګولي وو، خو په تیره ډسمبر میاشت کې د احمدالشرع په مشرۍ د وسله والو په لاس د اسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته هرڅه بدل شول.
پر سوریې د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه د سعودي ولیعهد محمدبن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه کړې وه.