د امریکا د کورني امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ، (د مې په ۲۲مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر دونالد ټرمپ ادارې په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلانو د نوم ثبتولو اجازهلیک رسماً لغوه کړی دی.
د امریکا د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هارورډ پوهنتون، چې د دغه هېواد تر ټولو پخوانی پوهنتون ګڼل کېږي، نور اجازه نه لري بهرني محصلان ومني، او اوسني نړیوال محصلان باید یا نورو پوهنتونونو ته انتقال شي یا له امریکا ووځي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت هارورډ پوهنتون تورن کړی چې «امریکا ضد بلواګرو او د تروریزم ملاتړو ته یې اجازه ورکړې چې په پوهنتون کې دننه پر یهودانو حملې وکړي.»
دغه وزارت همداراز هارورډ پوهنتون د چین له کمونیست ګوند سره په همغږۍ تورن کړی دی.»
هارورډ پوهنتون دا اقدام «غیرقانوني» بللی او ویلي یې دي چې د خپلو نړیوالو محصلانو لپاره مشورې، ملاتړ او د خدمتونو چمتو کولو ته ژمن دی.
دغه پوهنتون همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالو محصلانو او څېړونکو د کوربهتوب په تړاو پر خپل پروګرام ولاړ دی.