رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې د طالبانو او روسیې حکومتونه په خپلو کې د بانکي اړیکو د پراخولو په اړه په خبرو کې پرمختګ کړی دی.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ نېټه) رویټرز ته ویلي، افغانستان او روسیه چې دواړه د لویدیځ بندیزونو ځپلي دي غواړي د خپلو پولي واحدونو په وسیله د میلیونونه ډالرو په ارزښت سوداګري وکړي. نوموړی زیاتوي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلو د دې طرحې پر جزییاتو خبرې کړې دي.
ښاغلی عزیزي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس مهال په کال کې ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د عزیزي په وینا د طالبانو حکومت چین ته هم ورته وړاندیز کړی او په دې اړه په کابل کې د چین له سفارت سره یولړ خبرې شوې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې مرکزي بانک په دې اړه د رویټرز پوښتنې ځواب نه کړې.