د کونړ په یوه ځنګلي سیمه کې اور لګېدلی

د کونړ ولایت په یوه ځنګلي سیمه کې پرون (پنجشنبې) اور ولګېد.

ځایي سرچینو آزادي راډیو ته ویلي چې اور د چوکي ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په غرنیو ځنګلونو کې بل شو.

تر پرون ناوخته پورې د اور لمبې بلې وې او مخه یې نه وه نیول شوې او اندېښته شته چې نورو سیمو ته هم خپور شي.

تراوسه د اور لګېدو علت نه دی معلوم.

په تېرو کلونو کې هم د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې په ځلونو اورونه لګېدلي او چاپېریال ته یې ډېر تاوانونه اړولي دي.