د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین د پراختیایي همکاریو ادارې مشر، ژیاودونګ، د دې وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ضیاء احمد تکل، نن پنجشنبې (د غبرګولي لومړۍ) پر ایکسپاڼه لیکلي چې په پیکینګ کې په دې کتنه کې د چین د پرمختیایي پروژو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
متقي، چین د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي شریک بللی او پیکینګ ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل کیږي.
تر دې وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سېشنبې په ورځ په پیکینګ کې د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه غیر رسمي درېاړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.