د ایران قضا وايي چې د امیر تتلو د اعدام د حکم او د هغه د توبې په اړه غور کوي

امیرحسین مقصودلو چې په امیر تتلو مشور و. (آرشیف)

د ایران قضا اعلان کړی چې د رپ د سندرغاړي امیر تَتَلوُ د اعدام حکم قطعي او د تطبیق وړ دی خو د هغه د توبې غوښتنه او د دې قضیې بیا کتنه هم تر غور لاندې دي.

د قضا ویاند غلام حسین جهانګیر پرون وویل، امیرحسین مقصودلو چې په امیر تتلو هم مشهور دی، مخکې د فساد او فحشا د هڅونې په تور په لس کاله بند محکوم شوی او اوس مهال خپله د بند موده تېروي.

تتلو همداراز دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په پنځه کاله بند محکوم شوی و، خو وروسته پرې د اعدام حکم وشو.

د ایران د قضا ویاند زیاته کړه چې سترې محکمې د اعدام حکم تایید کړی دی او د تطبیق لپاره محکمې ته اعلان شوی خو په عین حال کې به ډېرژر د تتلو د نویو غوښتنو په اړه د ارزونو نتیجه اعلان شي.

د ایران مخکښو څېرو د تتلو د عفوې غوښتنه کړې ده.