مارک روبیو د سوریې د نوي حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې له خپل سوري سیال اسعد حسن الشیباني سره ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، ښاغلي روبیو له اسرایلو سره د سولې لپاره دسوریې د لیوالتیا، په دغه هېواد کې د ایران د نفوذ د پای ته رسولو د ، د هغو امریکايي وګړو د برخلیک د معلومولو په برخه کې چې سوریه کې وژل شوي یا ورک دي ، هڅو او همداراز د سوریې د ټولو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو د ژمنو هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې همداراز ټینګار کړی چې باید د سوریې د ټولو وګړو بشري حقونه، پرته له دې چې هغوی له کوم قوم یا مذهب څخه دي رعایت شي.

د سوریې رسمي خبري آژانس راپور ورکړی چې د سوریې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د واشنګټن له خوا د دمشق پر ضد د بندیزونو د لرې کولو، د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي او د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګېدو پر لارو چارو هم غږیدلي دي.

ددې راپور پر بنسټ ښاغلي شیباني دا لیدنه "ګټوره او رغوونکې" بللې ده.

د پنجشنبې د ورځې دا لیدنه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، په کوربتوب وشوه. ترکیه د نوي سوريايي حکومت له اصلي ملاتړو څخه ګڼل کېږي.

د سوریايي او امریکايي مشرانو تر منځ وروستۍ لیدنې د سوریې او د امریکا ترمنځ له یو بل سره د مستقیم تعامل لپاره مهمې ګڼل شوي چې د سوریې د کورنۍ جګړې، د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه د پراخو اندېښنو او د واشنګټن د سختو اقتصادي بندیزونو له امله، له څه باندې یوې لسیزې راهیسې یې اړیکې ترینګلې پاتې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ، د ثور په ۲۳مه، اعلان وکړ چې پر دمشق لګول شوي بندیزونه به لېرې کړي. هغه یوه ورځ وروسته په سعودي عربستان کې د سوریې له موقتي ولسمشر احمد الشرع سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.