اسراییل د یمن د درو بندرونو د تخلیې خبرداری ورکړ

اسراییل نن (چهارشنبې)، خبرداری ورکړ چې د یمن له دریو بندرونو څخه دې خلک ووځي.

د اسراییل دا خبرداری کیدای شي د دې هېواد له لوري د ایران پلوه حوثيانو پر هدفونو د برید نښه وي.

د اسراییل د پوځ ویاند، آویخای آدري، په ایکسپاڼه کې لیکلي: «په دې خاطر چې د حوثيانو رژیم له الحدیده، رأس عیسي او السلیف – بندرونو څخه استفاده کوي، له ټولو هغو کسانو غواړي چې په دغو بندرونو کې حضور لري، د خپل امنیت لپاره ژر تر ژره له دغو ځایونو ووځي او تر بل اعلان پورې ترې لیرې پاتې شي.»

دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د تل‌ابیب په وینا، حوثیانو د اسراییل خاوري ته توغندي ویشتي دي.

توغندی هغه مهال د اسراییل خاورې ته توغول شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د لیدنې لپاره سیمې ته لاړ.

اسراییل تر دې مخکې ویلي و چې له یمنه د دوی پر لور توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو تېر کال د کب په میاشت کې د حوثیانو پر مورچلونو پوځي عملیات پیل کړل، خو په روانه میاشت کې یې له دې ډلې سره د اوربند موافقه وکړه.