د امریکا د کورني امنیت وزارت: د زرګونو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت موده به د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي.

عکس له ارشیف څخه

د امریکا د کورني امنیت وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۱مه) په متحده ایالاتو کې د زرګونو میشتو افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت پای ته رسیدو اعلان وکړ.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریستي نوم، په یوه بیان کې وویل چې دوی د افغانستان وضعیت ارزولی او دا افغانان د موقتي خوندي وضعیت د ساتلو لپاره لازم شرایط نه لري.

هغه زیاته کړه ،چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د هیواد اقتصاد ثبات مومي.

آغلې نوم ویلي ، چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت برنامه به د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او د هغې لغوه کېدل به د جولای له ۱۲مې څخه عملي شي.

د موقتي خوندي وضعیت برنامه د هغو بهرنیو وګړو لپاره ده چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.

په بیان کې د امریکا د کورني امنیت د وزیر له قوله ویل شوي چې د موقتي خوندي وضعیت لغوه کول د متحده ایالاتو د ملي ګټو سره سمون لري.

په دوام کې ویل شوي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت اسناد ښيي چې ځینې کسان د درغلۍ، د عامه خوندیتوب او د امریکا د ملي امنیت د ګواښ له امله تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د «افغان ایوک» په نوم د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړي په امریکا کې د موقتي خوندي وضعیت تر پوښښ لاندې دي.

د دې ادارې مشر، شان ون ډایور، ویلي چې د افغانستان لپاره د موقتي خوندي وضعیت د لغوه کولو پرېکړه پر حقیقت نه، بلکې د هغه په وینا، پر سیاسي اساس شوې ده.

ون دایور په یوه بیان کې زیاته کړې چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی او هلته هېڅ فعال د پناه غوښتنې نظام شتون نه لري.

هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې لا هم هدفي وژنې، خپل‌سري نیونې، او پراخ بشري سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو پر وړاندې، روانې دي.

د «افغان ایوک» مشر ویلي ، چې د امریکا حکومت هغه څه چې نن ترسره کړي، د هغه په وینا، «له هغو کسانو سره خیانت دی» چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړ، په امریکا کې یې نوې ژوند پیل کړ، او زموږ پر ژمنو یې باور کړی و.