پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ،رادوسلاو سیکورسکی (عکس از آرشیف)

پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي.

مخکې له دې، پولنډي چارواکو ویلي و چې دوی داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې ښیي د روسیې پټې ادارې په هغه لویه اورلګېدنه کې ښکیلې وې چې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې یې په وارسا کې یو سوداګریز مرکز ویجاړ کړ.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي دا اقدام تخریبي وباله.

د اوکراین له جګړې راهیسې د روسیې او پولنډ تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوې دي، چې وارسا مسکو په تخریب او سایبري بریدونو تورن کړی دی. هغه تورونه چې روسیې رد کړي دي.

روسیې دا پریکړه "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر وړاندې قصدي عمل" بللی او د متقابل غبرګون ژمنه یې کړې ده.

پولنډ مخکې د ورته دلایلو له امله په پوزنان کې د روسیې کونسلګري تړلې وه.