د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کېږي

په کابل کې د سېلونو یوه څنډه (آرشیف)

د هېواد د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې نن (د غويي ۲۲مه) د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو امکان شته.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چند وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، پکتیا، خوست، لوګر، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بغلان، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایتو کې د سختو بارانونو، تالندې او بریښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو کچه به د ۱۰ او ۳۰ میلیمترو ترمنځ وي. د وړاندوینې له مخې په لویدیځو، جنوبي، جنوب ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سخت بادونو امکان هم شته چې سرعت به یې په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.

د هېواد په ځینو ولایتونو، له هغې ډلې په ننګرهار ولایت کې تېره اونۍ هم سخت بادونه ولګېدل چې زیانونه یې هم واړول. د دې بادونو په نتیجه کې په ننګرهار کې یو تن مړ او ۳۲ تنه نور ټپیان شول.

په ننګرهار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو په وینا د دې توپانونو له کبله د مخابراتي شبکو دوه ستنې او لسګونه ونې ونړېدې او د سولري بریښنا هندارو ته هم زیان واوښت.