د هند او پاکستان په اړیکو کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د هند او پاکستان د کرکټ لیګونه وځنډېدل او بهرني لوبغاړي یې خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
هند د جمعې په ورځ د یوې اونۍ لپاره د پریمیر لیګ لوبو یا IPL د ځنډولو اعلان وکړ خو د پاکستان سوپر لیګ نژدې ۲۴ ساعته وروسته له هغه وځنډول شو چې د پاکستان کرکټ بورډ وویل هڅه کوي د دې لیګ پاتې اته لوبې په ډوبی کې ترسره کړي.
د دواړو لیګونو ګډونوالو بهرنيو لوبغاړو لا مخکې له دواړو هېوادونو څخه وتل پیل کړي دي. د هند د کرکټ د کنټرول بورډ تراوسه د IPL د لوبو د بیاپیل نېټه نه ده اعلان کړې. په IPL کې د راشدخان په ګډون د افغانستان او نورو هېوادو ۶۵ لوبغاړي ګډون لري.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د IPL تنظیموونکو د لیګ د پاتې ۱۶ لوبو لپاره د هند درې جنوبي ښارونه، بنګلور، چینای او حیدر آباد په پام کې نیولي دي او د لوبو د بیاپیلولو طرح یې د تایید لپاره حکومت ته چمتو کړې ده.