هند د افغانستان پر لور د توغندويي حملو په اړه د پاکستان د پوځ ادعا رد کړه

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري

هند د پاکستان هغه ادعا رد کړې ده چې ګنې هندي پوځ پر افغانستان توغندي ویشتلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمدشریف نن ادعا وکړه چې هند پر دې هېواد د راکټي حملو په دوام د افغانستان پر لور هم څو توغندي ویشتلي دي خو د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په په بهرنیوچارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري دا یوه بې مفهومه ادعا بللې او وايي، د افغانستان خلک ډېر ښه پوهېږي چې په تېر یو نیم کال کې یې کوم هېواد پر وګړو او تاسیساتو حملې کړې دي.

د هند پوځ هم دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د آزادۍ راډیو د مشال څانګې نن د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړ. د مشال خبریال ویلي چې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د یوې چاودنې په غږ له خوبه راویښ شو او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول چې نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.

د مشال راډیو خبر زیاتوي چې خلک د چاودنې د غږ په اورېدو له خپلو کورونو راووتل. هند او پاکستان په تېرو دریو ورځو کې پر یوبل حملې کړې دي.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسله والو په برید کې ۲۶ تنه سیلانیان چې ډېری هندوان وو، ووژل شول. نوې ډيلي پر پاکستان تور لګولی چې د دې وسله والو ملاتړ کوي خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي، له دواړو خواوو یې غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي او خپلې ستونزې د ډيپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي.