د پاکستان پوځ وايي چې هند پر پاکستان د حملو په دوام د افغانستان پر لور هم توغندي ویشتلي دي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د پوځي تطبیقاتو پرمهال سرتېرو ته د خبرو په حال کې

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمدشریف نن ادعا وکړه چې هند پر دې هېواد د راکټي حملو په دوام د افغانستان پر لور هم څو توغندي ویشتلي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د آزادۍ راډیو د مشال څانګې نن پېښور ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړ. د مشال خبریال ویلي دي چې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د یوې چاودنې په غږ له خوبه راویښ شو او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول چې نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.

د مشال راډیو خبر زیاتوي چې خلک د چاودنې د غږ په اورېدو له خپلو کورونو راووتل. هند او پاکستان په تېرو دریو ورځو کې پر یوبل حملې کړې دي.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسله والو په برید کې ۲۶ تنه سیلانیان چې ډېری هندوان وو، ووژل شول. نوې ډيلي پر پاکستان تور لګولی چې د دې وسله والو ملاتړ کوي خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي، له دواړو خواوو یې غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي او خپلې ستونزې د ډيپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي.