د افغان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په تالقان ښار کې درې سیمه ایز خبریالان نیولي دي

له ښۍ خوا څخه: نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تخار ولایت کې د دریو سیمه ایزو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د خبریالانو دې مدافع ټولنې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې د آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او آزاد خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور په تالقان ښار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو له خوا نیول شوي دي.

د بیان له مخې تیمور او منیر د دوشنبې په شپه او ابراهیمي د سه شنبې په ورځ نیول شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او پر واکمنو طالبانو یې غږ کړی چې دا خبریالان سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې په دریمه، د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د بیان پر آزادۍ محدودیتونه د اندېښنې وړ وبلل.

مېرمن اوتونبایووا وویل، د طالبانو محدودیتونه د دې سبب شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونونو، بندي کېدو او ناوړه چلند سره مخامخ شي.