د پاکستان پر قلمرو د هند له حملې یوه ورځ وروسته نوې ډېلي ګواښ کړی چې د پاکستان هرراز انتقامي اقدام ته به په خورا ډېر قاطعیت ځواب وايي.
د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر نن په نوې ډېلي کې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پرمهال وویل چې پر پاکستان د دې هېواد حمله دقیقه او سنجول شوې وه خو ده زیاته کړه چې که پاکستان ځوابي برید وکړي نو په دې کې به هېڅ شک نه وي چې په ډېر- ډېر قاطعیت سره به ځواب ورکړل شي.
په داسې حال کې چې په کشمیر کې په ګډ سرحد کې له څو ورځو راهیسې پیل شوې نښتې اوس په توپچي ډزو بدلې شوي، د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ژمنه کړې ده چې د هند برید ته به په انتقامي اقدام سره ځواب ووايي.
د هند له حملې وروسته له پرونۍ ورځې راهیسې تراوسه پورې له دواړو خواوو د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۴۵ کسانو د وژل کېدو خبرونه رارسېدلې دي.
هند وروسته له هغه د پاکستان پر خاوره برید وکړ چې د اپریل په ۲۲مه نېټه د کشمیر په پهلګام سیمه کې یوې وسله والې ډلې پر سیلانیانو ډزې وکړې. د هند په حملو کې چې په نهو موقعیتونو کې وشوې، ۲۶ کسان ووژل شول. هند پر پاکستان تور ولګاوه چې د دې ډلې ملاتړ کوي خو پاکستان دا تور رد کړی دی.
له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي چې هند د پاکستان خاورې ته یرغلیزې بې پیلوټه الوتکې لېږلې دي. د پاکستان پوځ پر هند د پاکستان له حملې یوه ورځ وروسته په یوه بیان کې وویل چې د یوه هندي ډرون په برید کې څلور پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.