په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې د یوې کورنۍ درې غړي په اوبو کې د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د غزني امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې لومړی یو ماشوم د لوبو پرمهال اوبو ته وغورځېد او وروسته یې مور او پلار د هغه د ژغورنې لپاره ځان اوبو ته واچاوه خو درې واړه مړه شول.
دا پېښه نن (د غويي ۱۸مه) د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې شوې ده.
تېرکال راپور ورکړل شوی و، چې له پنځوسو ډېر کسان چې ډېری ځوانان وو، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې مړه شوي دي.
بې احتیاطي، له لامبو سره نابلدي او د ډوبو شویو کسانو د ژغورنې د امکاناتو نشتوالی د دې خونړیو پېښو مهم عوامل بلل کېږي.