د هند بریدونو په پاکستان او پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې ۲۶ کسان وژلي

اسلام‌اباد وايي، د هند راکټي بریدونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۶ ولسي وګړي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف، ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، دا برید "جګړه‌ییز اقدام" بللی او ویلي یې دي هېواد یې پوره حق لري چې "قوي ځواب" ورکړي.

هند نن چهارشنبه سهار وختي (د ثور ۱۷مه / د مې ۷مه) اعلان وکړ چې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ۹ ځایونه په نظامي بریدونو کې په نښه کړي دي.

دواړو اتومي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې تېره میاشت په هندي کشمیر کې د وسلوالو په یوه برید کې ۲۶ تنه سیلانیان ووژل شول.

د هند پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وسله‌والو ځواکونو یې "د سندور عملیات" پیل کړي، او په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې یې د ترهګرۍ "زېربناوې" په نښه کړې دي.

د هند د پوځ د اعلامیې له مخې، له همدغو سیمو د هند پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړېدل او تنظیمېدل.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، د هند اقدامات دقیق، سنجول شوي، او په کې د پاکستان هېڅ نظامي تاسیسات په نښه شوي نه دي.