د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې له پوځي شخړې څخه ډډه وکړي.
ګوتېرش د دوشنبې په ورځ، د مې په ۵ مه ، په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې هند او پاکستان باید له داسې پوځي شخړې څخه ډډه وکړي چې کولای شي په اسانۍ د کنټرول څخه ووځي.
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو کله چې د اپریل په ۲۲مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وسله وال برید وشو چې ۲۶ کسان یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.
هند دا برید ترهګریز برید وباله او پاکستان یې په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ.
له هغې پېښې وروسته، چې ۲۵ هنديان او یو نیپالی سیلانی یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل، اسلام آباد په دې برید کې له هر ډول لاس لرلو انکار وکړ او د برید په اړه یې د بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه.