د طالبانو یو پلاوی د نشه يي موادو پرضد د مبارزې په اړه د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی

د طالبانو امنیتي ځواکونه په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په حال کې

د کورنیوچارو وزارت د مخدروموادو پرضد د مبارزې معینیت وايي چې د دې وزارت یو پلاوی له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دې معینیت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې د معین ملا عبدالحق آخوند همکار په مشرۍ پلاوی به د دې سفر پرمهال له قطري چارواکو سره د نشه یي توکو د کنټرول لپاره د ګډو هڅو پر اساس د نظر تبادله وکړي او د همکاریو د پراختیا په اړه به خبرې وکړي.

طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو د کر او د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د له منځه وړلو ژمنه کړې خو په عین حال کې د ملګروملتونو ویلي چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یوې همغږې ستراتیژۍ ته اړتیا شته.

د ملګروملتونو د مخدروموادو پرضد د مبارزې ادارې په تېره کب میاشت کې وویل، دا ستراتیژي باید قاچاقي شبکې په نښه کړي او په داسې ډول یې له منځه یوسي چې د افغان بزګرانو د ژوند د ښه کیدو لپاره پانګونه وشي.