د برتانیا پولیسو د اوو ایرانیانو په ګډون اته کسان د تروریزم په اړوندو تورونو نیولي دي

د برتانیا پولیس په مرکزي لندن کې د ګزمې په حال کې

د برتانیا د تروریزم پرضد د مبارزې پولیسو پرون (د مې ۴مه) اته کسان چې اوه یې ایراني وګړي دي، د تروریزم په دوو جلا پېښو کې ونیول.

چارواکي غواړي په عین حال کې دا خبره هم روښانه کړي چې آیا د تورنو کسانو اقدامات د خلکو امنیت ته ګواښ پېښوي کنه.

د برتانیا د کورنیوچارو وزیرې ایویت کوپر پرون خبریالانو وویل چې دا دوه جلا عملیات د تروریزم پرضد د تېرو څو کلونو له خورا مهمو اقداماتو څخه دي. د دې دوو عملیاتو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

د لندن ښاري پولیسو پرون د څلورو ایراني وګړو په ګډون د پنځو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې تورنو کسانو په یوه نامعلوم ځای کې د حملې پلان درلود. د پنځم کس د هویت د معلومولو هڅې هم روانې دي.

همداراز درې نور ایراني وګړي چې عمرونه یې د ۳۹ او ۵۵ کلونو ترمنځ دي، پرون په لندن کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو. په لندن کې د ایران سفارت د دې کسانو د نیول کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.