روسیې د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې د منځګړتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی

د هندي کشمیر پهلګام سیمه، د اپریل ۲۳مه- د هند امنیتي چارواکي د پېښې سیمه له نژدې ګوري

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف پرون له خپل پاکستاني سیال اسحق ډار سره په ټلفوني خبرو کې په کشمیر کې د وروستي برید پرسر د نوې ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز وکړ.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت پرون پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د لاوروف او ډار په خبرو کې دې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د بیان له مخې په دې خبرو کې ټینګار وشو چې روسیه د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې له تروریستي حملې وروسته، له سیاسي لارې د دې کړکېچ د حل لپاره منځګړتوب ته چمتو ده.

ښاغلي لاوروف دوه ورځې مخکې د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر سره په ټلفوني خبرو کې هم د سیاسي حل لارې غوښتنه کړې وه.

د اپریل په ۲۲مه یوې وسله والې ډلې د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو ډزې وکړې او ۲۶ کسان یې چې ډېری هندوان وو، ووژل.