د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د احتمالي سیلابونو خبرداری

عکس له ارشیف څخه

 طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د بدخشان په بهارک او جرم ولسوالیو کې سیلونو خلکو ته مالي زیانونه اړولې دي.

په بدخشان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د پيښو امر محمد کامګار د افغانستان دننه رسنیو ته ویلي دي چې د جمعې د ورځې سیلونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړې دي.

د طالبانو دغه مسوول زیاته کړه چې سیمې ته یې کومکي ډلې استولې دي چې حال معلوم کړي، خو په جرم او بهارک ولسوالیو کې یوشمیر کسانو رسنیو ته ویلي دي چې په سلګونو جریبه زراعتي ځمکه او باغونه تخریب شوې دي او ګڼ کورونه هم سیلونو وړې دي.

د راپورونو له مخې دغو سیلونو د فیض اباد-بهارک پر لویه لار یوشمیر موټر هم وړې دي، خو تر دې دمه د سیلونو له امله د سر د زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.