ساینس پوهان د هغه سړي د وینې په اړه څیړنه کوي چې سلګونو مارانو چیچلی و او لا هم ژوندی دی.
ساینسپوهان د یوه ماجراجو سړي د وینې پر څېړنه بوخت دي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې ځان سلګونه ځلې د ډول ډول مارانو د چیچلو لاندې کړی، خو لا هم ژوندی پاتې دی. د دې څېړنې پایله ښايي د مار چیچلو لپاره د یوه غوره درملنیز میتود د موندلو لامل شي.
د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې، دا سړی چې تیم فریډ نومېږي، له ډېرې مودې راهیسې له خزنده ژوو او زهري حیواناتو سره مینه لري. هغه به یو وخت د خپل شخصي شوق لپاره د لړمانو او غڼو زهر راایسته، او په امریکا کې د ویسکانسین ایالت په خپل کور کې یې لسګونه ماران ساتل.
خو اوس هغه د یوې داسې کمپنۍ کارکوونکی دی چې هڅه کوي د مار د چیچلو لپاره درملنه رامینځته کړي.
ټیم فریډ په پیل کې ځان ته د مار د زهرو لږ اندازه زهر خپل بدن ته تزریقول پیل کړل ، او بیا یې په تدریجي ډول د خپل بدن د زغم د لوړولو لپاره اندازه زیاته کړه. بیا به یې مارانو ته اجازه ورکړه چې هغه وچیچي.
هغه وويل په لومړي سر کې دا ډېره وېروونکې وه، خو هرڅومره چې تاسو دا کار کوئ، هومره ښه او آرامه به شئ.
ډاکټران او متخصصین یې سپارښتنه نه کوي، خو کارپوهان وايي چې د هغه طریقه د بدن د کار کولو له طریقې سره سمون لري .
ده سړي نږدې دوه لسیزې د مار چیچلو او د زهرو تزریقول یې زغملي او لاهم د زهرو ډک یخچال لري. په هغه ویډیوګانو کې چې هغه په خپل یوټیوب چینل کې خپروي، هغه د مختلفو مارانو د چیچلو نښې ښیي.