هند له پاکستان څخه هر ډول واردات بند کړل

هند نن له پاکستانه واردات بند کړل. دا وروسته تر دې چې د اپریل په دوه ویشتمه د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې شپږ ویشت سیلانیان ووژل شول او هند تور پورې کړ چې په دې پیښه کې پاکستان لاس لري. پاکستان دا تور رد کړی دی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د هند د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندیز به سمدلاسه نافذ شي.

د دغو دوو اټومي قدرتونو ترمنځ د پهلګام تر پیښې وروسته اړیکي دومره ترینګلې شوې دي چې پاکستان ویلي، معتبر استخباراتي اطلاعات لري چې هند به پر پاکستان برید وکړي. تر دې پیښې وروسته هند ویلي دي چې له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کوي او پاکستان خبرداری ورکړی دی چې دا اقدام د جګړې په معنا دی.