د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د غره د ښویېدو او د کوچنیو او لویو ګړنګونو د رالوېدو له کبله د کابل- جلال آباد لویه لاره پرون (د غويي یا ثور په ۱۱مه) یوځل بیاد ترافیک پرمخ بنده شوه.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د کابل جلال آباد پر لویه لاره په تنګي غاړو سیمه کې د غره د ښویېدو پېښه بیا بیا تکرار شوه.
نوموړی زیاتوي چې که څه هم پرون سهار له اصلي سړک څخه تیږې لېرې شوې خو مازیګر مهال بیا غر راوښویېد او لویې او کوچنۍ تیږې راولوېدې او په نتیجه کې یې لاره بنده شوه.
د ښاغلي حقشناس په وینا اوس مهال له فرعي لارې له دواړو خواوو څخه تګ راتګ روان دی. د طالبانو دې چارواکي له موټرچلوونکو غوښتي دي چې له فرعي لارې د تېرېدو پرمهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین رعایت کړي.
د کابل جلال آباد لویه لاره د خلکو د تګ راتګ مهمه لاره ده چې پلازمېنه کابل د هېواد له ختیځو ولایتونو او د تورخم له لارې له پاکستان سره نښلوي.