روسیې له اوکراین سره جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن دوشنبه ( د ثور اتمه) د اوکراین په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

ټاکل شوې دغه اوربند د راتلونکې مې میاشتې له نهمې نافذ شي.

دغه نیټه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد د پوځ له خوا نازي جرمنیانو ته د ماتې ورکولو له اتیایمې کلیزې سره برابره ده.

د نازي جرمنانو د ماتې جشن، روسیه او اکراین دواړه لمانځي.

د کریملین دغه اعلان ته سملاسي اوکراین ځواب نه دی ورکړی.

پوتین په همدې اپریل میاشته کې هم د عیسویانو د پاک جشن یا ایسټر په مناسبت له اوکراین سره یو ورځنی اوربند اعلان کړی و.