خلیلزاد: پاکستان دې د داعش د حضور په وړاندې جدي ګامونه واخلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پاکستان لا هم له ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
هغه دا خبره د شنبې ناوخته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغې خبرې ته په غبرګون کې کړې چې ویلې يې دي، پاکستان تېرو درې لسیزو کې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.

خواجه اصف د تېرې جمعې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي " درې لسیزې مونږ د امریکا، بریتانیا او لویدیځ لپاره دا کرغیړن کار ( له ترهګرۍ ملاتړ) وکړ. دا یوه تیروتنه وه او اوس د دې کار نسبت مونږ ته کیږي."

خواجه اصف دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې له نوموړي څخه د کشمیر په وروستي خونړي برید کې د پاکستان د ښکیلتیا په اړه وشوه.

د خواجه اصف همدې خبرو ته په غبرګون کې ښاغلي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، معتبر راپورونه ښيي چې بلوڅ وسله والو د بلوچستان په مستنګ سیمه کې د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي کې د داعش پر یوه مرکز برید وکړ او دیرش داعشیان یې ووژل.

د خلیلزاد په خبره " دا خبره امکان نه لري چې د پاکستان استخبارات دې د دې مرکزونو په اړه معلومات ونه لري."

خلیلزاد وړاندې ویلي چې اسلام اباد باید د داعش د حضور په وړاندې چې پاکستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی، جدي ګامونه واخلي.