اروپايي ټولنې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي

افغان کډوال ماشومان

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي.

دا خبره د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمیسیون مشر اندریاس پاپاکونستانټینو په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې کړې ده.

دا پیسې به د ښاغلي اندریاس په وینا د سرپنا، روغتیایي خدماتو، خواړو او اوبو د برابرولو لپاره ولګول شي.

اندریاس د اروپايي ټولنې په استازولۍ پرون د خیبر پښتونخوا له یوه لوړ پوړي اداري چارواکي شهاب علي خان سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي.

پاکستان د اپریل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان کډوال ایستلي دي. ځینو دغو کډوالو ازادي راډیو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د اخراج پرمهال له ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.