طالبان؛ په تیرو نژدې څلورو کلونو کې مو لس قانونه توشیح کړې دي

د طالبانو امربالعمروف قانون د تیر کال په سنبلې میاشت کې توشیح شو چې پراخ غبرګونه يې درلودل

د طالبانو د حکومت عدلیه وزارت وايي، په تیرو نژدې څلورو کلونو کې يې یو شمیر قوانین د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا تر توشیح وروسته په رسيمي جریدو کې خپاره کړي دي.

دغه وزارت نن پنجشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي، تراوسه لس عنوانه قوانین توشیح شوي چې تر ټولو مهم يې د امربالعمروف او نهی المنکر قانون وو.

طالبانو د تیرکال په سنبلې میاشت کې د امربالعمروف قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور کړی و.

په دغه قانون کې "د فتنې د مخنیوي په موخه ښځو ته امر شوی څو داسې واغوندي چې ټول بدن يې پټوي".

د قانون پر بنسټ په عامه ځایونو کې د ښځو له خوا په لوړ غږ د قرانکریم تلاوت او نعمت ویل هم منعه شوي دي.

د طالبانو د امربالعمروف قانون له توشیح کیدو وروسته پراخ کورني او بهرني غبرګونه راوپاول.

پر دې قانون له پراخو نیوکو وروسته، د طالبانو عدلیې وزارت ویلي و، "هر څوک یا رسنۍ چې پر دغه قانون نیوکه وکړي له شرعي چلند سره به مخ شي او محکمې ته به معرفي کیږي".

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د تیر جمهوریت ټول قوانین لغوه او د فرمانونو په ورکولو سره يې نوي قوانین رامنځته کړل.