په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس پرضد د واکسینو کمپاین پرون دوشنبې رسما پیل شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دا کمپاین به په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هلمند او کندهار ولایتونو کې د څلورو او په پاتې ۲۸ ولایتونو کې د دریو ورځو لپاره وي.
د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وايي، په دې کمپاین کې به نژدې ۱۲میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ څاڅکي ورکړل شي.
بل پلو، د خیبرپښتونخوا روغتیايي چارواکو ویلي، د اپریل له ۲۱ تر۲۷ مې به په ۳۶ضلعو کې نژدې ۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان ته د پولیو واکسین ورکړي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې تیرکال په افغانستان کې د پولیو څه باندې ۲۰ مبثتې پېښې ثبت شوې وې، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا رد شوې.
په خیبرپښتونخوا کې بیا تیرکال د دې ویروس ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
پولیو یا ګوزڼ یو ویروسي ناروغي ده، چې تر ډیره پرې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي او د دایمي فلج سبب ګرځي.