د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیله من دی چې روسیه او اوکراین به روانه اونۍ یوې هوکړې ته ورسیږي.
ټرمپ پرون ( یکشنبه د حمل ۳۱) پر خپلې ټولنیزې رسنۍ سوشیل تروت ولیکل چې یوې هوکړې ته له رسیدو وروسته به روسیه او اوکراین له امریکا سره لوی تجارت پيل او دواړه به شتمن شي.
دا چې کیف او مسکو به څنګه او د کومو شرایطو لاندې د اوکراین د جګړې په اړه هوکړې ته رسیږي، ښاغلي ټرمپ یې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په ۱۹مه د عیسویانو د پاک اختر یا ایستر په مناسبت د دواړو هېوادونو اوربند تر بیګا نیمې شپې پر ځای پاته و.
دغه اوربند د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین اعلان کړی و.
د اوکراین ولسمشر د دې اوربند هرکلی وکړ خو روسیه یې تورنه کړه چې د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو په برید سره یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د غځولو غوښتنه کړې، خو کریملین ویلي، پوتین دوی ته د اوربند د غځېدو امر نه دی کړی.